World News in Pashto

په خوست کې د ګوزن واکسین ۳ ورځنۍ کمپاین نن پیلېږي

په خوست ولایت کې د ګوزن واکسین درې ورځنۍ کمپاین نن پیلېږي.


د دې ولایت د عامې روغتیا رئیس ګل احمد شاه لکڼوال ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې کمپاین کې به شاوخوا ۳۳۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.


نوموړی وايي:


"د دلوې په لومړۍ نېټه د پولیو کمپاین په ټول ولایت کې ترسره کېږي. د دې لپاره د عامې روغتیا ریاست خپل چمتووالی لري. په‌دې کمپاین کې هدف ۳۱۳،۶۵۰ ماشومان دي، خو موږ ډېرو ماشومانو یعنې ۳۳۰ زره ماشومانو ته دا واکسین تطبیقوو. هر کور او هرې دروازې ته به دا کمپاینران رسېږي."


د خوست د عامې روغتیا چارواکو له مدني فعالانو، دیني عالمانو او قومي مخورو د واکسینو د کمپاین په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښي ثبت شوي چې ډېری یې په کندهار، ننګرهار او کونړ کې وې.

Читайте на сайте