World News in Pashto

خلیل‌زاد د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر بشپړ کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان له لوري د داسې اقداماتو یادونه کړې چې د ده په خبره کولی شي مضبوطې پایلې ولري.


ښاغلي خلیل‌زاد د یکشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې د سولې هڅې یې پر سم لور روانې دي.




نوموړي په‌دې پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر یې بشپړ کړ او د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو د هرکلي او لیدنو ستاینه یې وکړه.


ښاغلي خلیل‌زاد د جنوري له اتمې نېټې دا سفر پیل کړی و چې په ترڅ کې یې عربي متحده اماراتو، چین، هند، افغانستان او پاکستان ته ولاړ.


تردې یوه ورځ دمخه پاکستاني رسنیو ویلي چې د ښاغلي خلیل‌زاد او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لیدو پر مهال په پاکستان کې د امریکا او طالبانو د استازو د لیدلو خبره مطرح شوې ده.


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی به د امریکا له استازي سره په اسلام اباد کې ونه ګوري.

Читайте на сайте