World News in Pashto

اسرائیل وايي، په سوریه کې یې د ایران پر قدس ځواکونو برید کړی

اسرائیل وايي، په سوریه کې یې د ایران په قدس ځواکونو هوايي برید کړی دی.


د اسرائیل پوځ نن دوشنبه سهار وختي په یوه بیان کې تأیید کړه چې په سوریه کې یې د ایراني پوځیانو اهداف ویشتي.


اسرائیلو تردې څو ساعته مخکې هم دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نېږدې هوايي بریدونه کړي وو.


اسرائیل همدا راز سوريايي ځواکونو ته ګواښ کړی چې د اسرائیل د خاورې یا پوځ پر ضد دې له غچ اخېستونکو اقداماتو ډډه وکړي.


هم اسرائیل او هم سوریې په یو بل د متقابلو هوايي او راکټي بریدونه خبرداری ورکړی و.


له دې رپوټونو سره په یوه وخت د سوریي د بشري حقونو د څار سازمان رئیس رامي عبدالرحمن ویلي چې د دمشق په جنوب کې په هدف ګرځېدلې سیمه کې د ایراني جځواکونو او د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو ډیپوګانې وې.


ایراني چارواکو تر اوسه د اسرائیلي پوځ د بیان او د تازه بریدونو د خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

Читайте на сайте