World News in Pashto

د بلخ د ځمکني ټرانسپورټ عواید نږدې۲۰ میلونونه افغانۍ ډېر شوي

په بلخ ولایت کې د ځمکني ټرانسپورټ ریاست مسؤلان وايي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په عوایدو کې کابو شل میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.


د دې ریاست مشر مصطفی سروش ازادي راډیو ته وويل چې په روان کال کې یې د عوایدو مجموعي شمېر څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې دا رقم په ۱۳۹۶ کال کې څه باندې ۷۲ میلیونه افغانۍ و.


مصطفی سروش وايي، که د نا امنۍ له امله د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ مزارشریف ته د ډبرو سکرو په لېږد کې کموالی نه وای راغلی، اوس مهال به د بلخ د ځمکني ټرانسپورټ ټولیز عواید په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ وای.


مسئولان وايي، هڅه کوي چې په مزارشریف کې د سړکونو د تنګوالي او د ترمینلونو د نه شتون له امله په ښار کې د ګاډو د ګنې ګونې ستونزه چې خلک ترې شکایت لري، ډېر ژر حل کړي.

Читайте на сайте