World News in Pashto

په فلپین کې دوو چاودنو ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي

د فلپين د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې نن د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي. 


په سيمه کې د پوځ يوه وياند ګيري بيسانا نن وويل، لومړۍ چاودنه په جولو ښارګوټي کې چې د پلازمېنې مانيلا په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په کليسا کې د ګڼې ګوڼې په وخت کې وشوه. 


د بيسانا په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې ساحې ته ورسېدل، دوهمه چاودنه د کليسا د موټرو د پارکېنګ په ساحه کې وشوه.


جولو ټاپو له اوږدې مودې راهيسې د هغه تاوتريخوالي شاهد دى چې د ابوسياف د جنګياليو کار ګڼل کېږي. 


د امريکا متحدو ايالتونو او فلپين ابوسياف يو ترورېستي سازمان ګڼلى دى. 

Читайте на сайте