World News in Pashto

د پاکستان پوځ یو ځل بیا د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کړي

د پاکستان پوځ یو ځل بیا د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کړي دي.


د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال نن ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام ناوخته د پاکستان پوځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ننګه‌سر او ګلاپړۍ په سیمو دغه مرمۍ ویشتي دي. 


د ښاغلي میرزکوال په خبره په‌دې ترڅ کې درې ماشومان ټپیان شوي دي. 


د کونړ والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې د دې اقدام متقابل ځواب ووایي.


د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې تراوسه یې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېری کورنۍ یې د کورونو پرېښېدو ته اړ کړي دي. 

Читайте на сайте