World News in Pashto

د نړۍ د ۵ قدرتونو ډیپلوماټان په پیکنګ ښار کې راټول شوي

د نړۍ د پنځو قدرتونو ډیپلوماټان د چین په پیکنګ ښار کې راټول شوي، څو د اټمي وسلې د پراختیا پر مخنیوي دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.


په‌دې غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، بریتانیا او فرانسې ډیپلوماټان برخه لري.


د امریکا متحده ایالاتو د روسیې او چین څخه د دوی د اټمي پروګرامونو په اړه د لا شفافیت غوښتنه کړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندریو تامسن په‌دې غونډه کې وویل، د اټمي وسلې د پراختیا د مخنیوي د موافقې له مخې د شفافیت د ډېرېدو په برخه کې هڅو ډېرې روښانه پایلې نه درلودې.


دا په‌داسې حال کې ده چې د سړې جګړې پر مهال د منځني واټن ویشتونکو توغندویو د کنټرول په اړه «ای.اېن.اېف» تړون د منحلېدو په حال کې دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې له دې تړونه به ووځي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې د امریکا په‌دې اقدام سره به یوه نوې وسله‌واله سیالي رامنځته شي.

Читайте на сайте