World News in Pashto

امریکا له اسرائیله د «ایرن دوم» د مزائیلو دفاعي سیسټم پیري

د امریکا پوځ اعلان کړی چې له اسرائیله به د «ایرن دوم» په نوم د مزائیلو دفاعي سیسټم واخلي.


اسرائیل له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې له دې سیسټمه کار اخلي.


د مزائیلو دفاعي سیسټم د رادار شبکه لري.


دا دفاعي سیسټم د لنډ واټن ویشتونکي راکټ د شنډولو توان لري.


د امریکا دفاع وزارت پرون، د فبرورۍ په ۶مه، وویل چې دوی به د اسرائیلو د مزائيلو دا دفاعي سیسټم وازمويي او د ځمکني او هوايي خطر د رفع کولو لپاره به یې خپلو پوځونو ته ورکړي.


د اسرائيل صدراعظم پر امریکا د دې سیسټم خرڅول د خپل هېواد لپاره لوي بری بللی دی.


 


 

Читайте на сайте