World News in Pashto

د هند او نیوزیلېنډ دوهمه ۲۰ اووریزه لوبه انګلینډ کې ترسره کېږي

د هندوستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د کرکټ دوهمه شل اووریزه لوبه سبا په انګلینډ کې وشي.


د کرکت د نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په لومړۍ شل اوورېزه لوبه کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه، نیوزیلېنډۍ لوبډله وتوانېده چې هندۍ لوبډلې ته د ۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي.


په دغه شل اووریزه لوبه کې نیوزيلېنډ، هندوستان ته د ۶ وکټو په زیان سره د ۲۲۰ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې هندوستان د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې وې.


خو له دې وړاندې د پنځو يو ورځنیو لوبو سیریز بیا هندوستان ۴ د ۱ په وړاندې په خپل نوم کړی دی.

Читайте на сайте