طالبانو د سولې خبرو لپاره ۱۴ کسيزه ډله اعلان کړه
افغان طالبانو د امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره د ۱۴ کسيز پلاوي اعلان کړی دی. دې وسله والې ډلې نن (د فرورۍ په دولسمه) مطبوعاتو ته لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پلاوی به د قطر سياسي دفتر مرستيال مشر، عباس ستاکزي په مشرۍ د امريکايانو سره خبرې کوي.