World News in Pashto

په پکتیا کې په زرګونو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په پکتیا ولایت کې په زرګونو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.


په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست له‌خوا رسنیو ته لېږل شوي راغلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پولیسو دوه زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس، تریاک او الکولي مشروبات نیولي او د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې سوځولي دي.


د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور ۳۹ کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

Читайте на сайте