World News in Pashto

د امریکا په استازو جرګه کې به ډموکراټان یو پریکړه‌لیک وړاندې کړي

د امریکا په استازو جرګه کې ډموکراټان به نن یو پریکړه‌لیک وړاندې کړي چې د مکسیکو له پولي سره د یوه دیوال د جوړولو لپاره په هېواد کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د اضطراري حالت د اعلانولو د هڅو مخه نیسي.


پر دغه پریکړه‌لیک به چې هغه د مهاجرت پالیسي او د اساسي قانون له مخې د واک ویشلو مسئله روښانه کوي، ښایي د مارچ تر نیمایي مخکې د دې جرګې د ټولو غړیو رأیې واخېستل شي.


ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ رسماً په هېواد کې د اضطراري حالت د اعلانولو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې کولای شي دغه دیوال جوړ کړي.


نوموړي له کانګرسه د دغه دیوال د جوړولو لپاره څه کم ۶ میلیارډ ډالره غوښتي و، خو کانګرس ورته په تصویب شوې بودجه کې پر دې پولې د نویو امنیتي موانعو د جوړولو لپاره ۱،۴ میلیارډه ډالره منلي دي.


ټرمپ په پام کې لري چې له خپل واکه په استفادې کانګرس څنګ ته کړي او له نورو منابعو څخه ټولټال ۸ میلیارډ ډالر د دغه دیوال په جوړولو ولګوي.


ټرمپ وایي، په‌دې سره له مکسیکو د امریکا خاورې ته د غیر قانوني کډوالو او جنایت کارانو مخه ونیول شي.

Читайте на сайте