World News in Pashto

چارواکي: کندهار کې ۲ او ارزګان کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په کندهار او ارزګان کې چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو ضد عملیاتو کې یې بریاوې ترلاسه کړي.


په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې په ترسره شويو عملياتو کې دوه وسله‌وال او د ارزګان د ترينکوټ په ګرمابک سیمه کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.


د علوي په وینا دغه عملیات له وسله‌والو د سیمو د تصفیې په هدف ترسره شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте