World News in Pashto

د بنګله‌دېش په ډاکه کې د اور لګېدو پېښې د مړو شمېر ۸۱ ته لوړ شو

د بنګله‌دېش د پلازمېنې ډاکې په زاړه ښار، چوک بازار کې د اور لګېدو له امله د مړو شمېر ۸۱ ته لوړ شوی دی.


د پولیسو په وینا اور د بلاکونو او اپارتمانونو په یوه مجموعه کې لګېدلی دی. 


ویل کېږي چې د اور لمن د کیمیاوي موادو هغو سترو ډیپوګانو ته چې سیمې ته نږدې و، خپره شوې ده.


د ډاکې چوک بازار تقریباً درې سوه کاله زوړ او د مغولو له زمانې پاتې دی. 


په هغو اپارتمانونو کې چې اور لګېدلی، ګڼ شمېر خلک بند پاتې دي.


په بنګله‌دېش کې د اطفائیې او ملکي مصونیت ادارې یوه چارواکي، کامرول حسن ویلي چې د اور په سیمه کې د خلکو د ژغورنې عملیات لا روان دي، د مړو شمېر ښايي لوړ شي.

Читайте на сайте