World News in Pashto

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن د فبرورۍ په ۲۱مه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ.


د ترکمنستان دولتي خبري اژانس وايي چې دواړو مشرانو نن په استانه کې پر تجارتي او فرهنګي اړیکو هم خبرې کړې دي.


د ترکمنستان ولسمشر قربان‌قلي بردي محمدف ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره مرستې ته تیار دی.


ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان‌قلي بردي محمدف نن د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګاز پر نل‌لیکه «ټاپي» هم خبرې کړې دي.


ولسمشر غني پرون ترکمنستان ته ولاړ، هغه به نن د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو انسټټیوټ ته وینا وکړي.

Читайте на сайте