World News in Pashto

پاکستان کې دوه تنه د ګازو د پایپ لاین د الوځولو په تور نیول شوي

دوه تنه مشکوک کسان چې د پاکستان په بهاولپور ښار کې یې د ګازو د یوې عمده نل لیکې د الوځولو هڅه کوله، ونیول شول.


د پولیسو ویاندې نبیلا غضنفر نن وویل چې دا دوه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د بېلتوپالې ډلې سره تړاو لري. 


دا وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په رحیمیار خان سیمه کې یې هم د ګازو پایپ لاین ویجاړ کړی دی.


د بلوچستان د ازادۍ پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 

Читайте на сайте