World News in Pashto

د عراق پارلمان نن د نینوا د والي د لېرې کېدو په پلوۍ رأیه ورکړه

د عراق په شمالي ولایت نینوا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د لسګونو کسانو له مړینې وروسته د عراق پارلمان نن د دې ولایت د والي د لېرې کېدو په پلوۍ رأیې ورکړې.


د دې تراژیدۍ له پېښېدو وروسته د عراق پارلمان له صدراعظم عادل عبدالمهدي څخه غوښتي وو چې د نینوا ولایت والي د غفلت او فساد له کبله له دندې لېرې کړي.


وکیلانو د ولایت د دوو مرستیالانو د لېرې کېدو پرېکړه هم تأیید کړه.


د ۱۳۹۸ کال د وري په لومړۍ نېټه د نوروز د مراسمو د نمانځنې پرمهال موصل ښار ته نږدې یوه کښتۍ په دجلې سیند کې ډوبه شوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه نوي کسان پکې مړه شول.


له دې تراژیدۍ وروسته خلکو د پراخو انتقادونو په ترڅ کې د نینوا سیمه ییز چارواکي په غفلت تورن کړل.

Читайте на сайте