World News in Pashto

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.


زوزانه چاپوتوا چې د چاپېریال ساتنې وکیله او د حکومت منتقده وه، د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په ډېر توپیر خپل رقیب ته ماته ورکړه.


د دغو انتخاباتو د تقریباً ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې مېرمن کاپوتوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې په سلو کې څه باندې ۵۸ رأیې ګټلې دي.


د هغه رقیب خپلواک کاندید ماروش سیفچوویڅ چې د واکمن د سوسیال ډموکراسي بهیر ګوند له ملاتړه برخمن و، په سلو کې څه کم ۴۲ رأیې خپلې کړي دي.


هغه خپله ماته منلې ده.


د چاپوتوا بری هغه بهیر پیاوړی کوی چې په ترڅ کې یې په اروپا کې پاپولېستانو او د اروپایي ټولنې ضد سیاستوالو یو لړ بریاوې ترلاسه کړې دي.


چاپوتوا د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې دوه اوونۍ مخکې ترسره شوي و، په سلو کې له پنځوسو زیاتې رأیې ګټلې وې.

Читайте на сайте