چارواکي: ناټو ځواکونو په زابل کې دوه وسله وال طالبان وژلي
د زابل چارواکي وايي، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د وسله والو طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد وکړ.
د زابل د والي ویاند وایي، بريد تېره شپه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.
ګل اسلام سيال يې د تلفاتو په اړه وويل:
"تېره شپه د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک د بريد په پايله کې چې پر يوه کرولا يې کړى، دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢ نور شديد ټپيان دي، په دغه کرولا کې وسلې او مهمات هم بار وو چې هغه هم له منځه تللي دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.