World News in Pashto

عبدالله: افغان حکومت اداري اصلاحاتو، پايدارې سولې او ثبات ته ژمن دى

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، حکومت اداري اصلاحاتو، پايدارې سولې او ثبات ته ژمن دى.


عبدالله عبدالله دا خبره نن شنبه په اردن کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترش سره د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د کتنې پر مهال وکړه.


اجرائيه رئيس د منځني ختيځ او د شمالي افريقا لپاره د نړيوالې اقتصادي غونډې د پرانيستې په مراسمو کې برخه واخيسته.


د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي عبدالله ته ويلي چې دغه سازمان به د افغانانو تر څنګ وي.


د اعلاميې په حواله، انتونيو ګوترش ويلي، ملګري ملتونه به زيان منونکو خلکو ته خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

Читайте на сайте