World News in Pashto

چارواکي: د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ٣ طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي، په ژړۍ ولسوالۍ کې ٣ وسله وال طالبان د ماين د ښخولو پر مهال وژل شوي دي.


د والي وياند وايي، افغان ځواکونه له وسله والو سره چې غوښتل يې ماينونه ښخ کړي، په ماکوان کلي کې په جګړه واوښتل.


عزيز احمد عزيزي وایي، په پېښه کې ٣ پوليس ټپيان شوي هم دي.


دی وایي:


"وسله والو مخالفانو غوښتل چې د ژړۍ ولسوالۍ اړوند پر لويو لارو او ځينو پلچکونو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورغلي او جګړه شوې، په جګړه کې ٣ وسله وال مخالفان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي، په جګړه کې ٣ پوليس هم ټپيان شوي دي."


وسله والو طالبانو د ژړۍ ولسوالۍ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شاهين کلا سيمه کې يې د جګړې پر مهال ٥ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.


چارواکو د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

Читайте на сайте