World News in Pashto

د ننګرهار په چپرهار کې افغان ځواکونو او طالبانو جګړه پیل کړې

د ننګرهار چارواکي وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.


د افغانستان په ختيځه سيمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ايوب حسين خېل نن ازادي راډيو ته وويل، په دې جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ اوښتې چې د شپږو تنو جسدونه د دوى د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي چې سيمې ته اضافي ځواکونه لېږل شوي دي.


وسله والو طالىانو تر اوسه د دې نښتې په اړه لا څه نه دي ويلي.

Читайте на сайте