World News in Pashto

د غور د ورزش اداره په پام کې لري چې د رمضان جام سیالۍ پیل کړي

د غور ولایت د ورزش اداره په پام کې لري چې د رمضان جام سیالۍ پیل کړي.


د دغه ولایت د ورزش امر امیر محمد غوري نن ازادي راډيو ته وویل:


"مونږ د رمضان جام په دغو سیالیو کې د فوټبال، ولیبال، فوټسال، هنډبال او باسکیټبال سیالۍ ترسره کوو چې ټولې به په یوه سر پوښلي جمنازیم کې ترسره شي."


د ښاغلي غوري په خبره، د دغو لوبو هدف دا دی څو له ولایتونو بهر سیالیو ته ټيمونه وپېژندل شي.

Читайте на сайте