World News in Pashto

په هرات کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي.


سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګوال په پانګونه کې ټکني شي.


ده زیاته کړه:


"دوه ورځې وړاندې د یو صراف ځوان زوی اختطاف او بیا ووژل شو، تېره شپه یې یو بل هم وژلی، له بده مرغه ناوړه خبرونه زیات لرو."


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د تښتونو او وژونو کچه لوړه وه.


ښاغلي خطیبي وايي، د ناامنۍ له امله سوداګرو خپله پانګه له هراته ویستلې او دا مهال یې په ترکیه او ایران کې پرې کارو بار کوي.

Читайте на сайте