World News in Pashto

سجادي: د ولسي جرګې د رامنځته شوې شخړې د حل پرېکړه سباته پاتې شوه

د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پرسر د رامنځته شوې شخړې د حل کمېسیون وایي، د دغې جرګې د ریاست د څوکۍ د برخلیک په اړه به سبا ته په عمومي غونډه کې پرېکړه وشي.


د ۲۷ کسیز کمېسیون غړي عبدالقیوم سجادي سبا ته د رأیې ورکولو پروسې د میکانیزم په اړه وویل:


"وړاندیز دا دی چې د شکمنې یا د شخړې وړ رأیې په اړه د رأیې ورکولو په اړه به سبا زموږ او ستاسې جلسه په ۹ بجو جوړه شي او سره کېنو، د رأیې ورکولو د میکانیزم په اړه به هوکړه وکړو او بیا به رأیه اچونه وشي."


د دغه کمېسیون یوه بل غړي غلام حسین ناصري وویل چې دوی د ارشيف د څېړنې، په صندوق کې د اچول شویو رأیو د شمېرنې او باطلې رأیې په برخه کې کار کړی دی.


د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست لپاره د شنبې د ورځې ټاکنې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې میر رحمان رحماني د دې جرګې رئیس اعلان شو او سیال یې کمال ناصر اصولي او یوه ډله وکیلانو اعتراض وکړ چې هغه له معیاره یوه رأیه کمه وړې ده.


د اوونۍ له پیل راهیسې د جرګې په تالار کې د ولسي جرګې د غړو تر منځ لانجې روانې دي او ان سره لاس او ګریوان شوي هم وو.


 

Читайте на сайте