په پاکستان کې د یوې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې لاریونونه دوام لري
د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د هغې لس کلنې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې لاریونونه دوام لري چې د پولیسو په وینا، ورباندې جنسي تېری شوی و او بیا وژل شوې وه.
اعتراض کوونکي غواړي چې دا قضیه ژر تر ژره حل شي او عاملين دې مجازات شي.
د لس کلنې فرشتې ورور فهیم نبي ازادي راډیو ته وویل:
"زما خور یې په داسې حالت کې پیدا کړه چې هغه د کتلو نه وه، موږ پښتنو ته انصاف ولې نه راکول کېږي، زما غوښتنه دا ده چې ما ته دې انصاف راکړل شي."
د فرشتې مړی د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سیمه کې موندل شوی و او د سې شنبې په ماښام خاورو ته وسپارل شو.
د پولیسو په وینا، له دې قضيې سره اړوندې حوزې د پولیسو مشر په خپله دنده کې د غفلت په تور له دندې ګوښه شوی او پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي.