World News in Pashto

پنجشیر کې پر بې ځایه شویو او سیلاب‌ځپلو مرستې ویشل شوي

په پنجشیر ولایت کې پر ۱۶۷ بې ځایه شویو او سیلاب‌ځپلو کورنیو خوراکي مواد او پیسې ویشل شوي.


د پنجشیر د والي ویاند عبدالودود علي مردان نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سل کورنۍ د طالبانو د بریدونو له ویرې د پنجشیر پریان ولسوالۍ ته کډه شوي او په خیمو کې اوسي.


د ده په خبره پر دغو بې ځایه شویو کورنیو خوارکي مواد ویشل شوي. 


مردان همدا راز وویل چې په خپله پنجشیر کې هم د وروستیو سیلابونو له امله ۶۷ کورنۍ زیانمنې شوې او له هرې یوې سره ۱۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده. 


 

Читайте на сайте