ټرمپ: طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې ساری نه لري
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه دوه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اتل مبارز ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د جلال اباد ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې (۲۲۶) کیلو ګرامه هیروئین او چرس ونیول. دغه ډول پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال (۴۷) کیلو ګرامه چرس او (۱۵) کیلو ګرامه هیروئین ونیول. د دې موادو د قاچاق او ساتلو په تور شپږ کسان هم نيول شوي دي.
په سرپل ولایت کې څه د پاسه یو نیم ټن نشه يي مواد وسوځول شول. د سرپل ولایت امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال رسنیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د تېر یوه کال په بهیر کې په څو ولسوالیو کې څه د پاسه یو نیم ټن نشه يي مواد لکه هیروئین، ښیښه، تاریاک، چرس او شراب نیولي دي. ده وویل: موږ (۱۹) واړه او لوی قاچاق کوونکي نیولي او د دوی دوسیې مو د یو نیم ټن نشه يي موادو له اسنادو سره یوځای عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي. له قاچاق کوونکو سره یو شمېر وسلې او موټرونه... Читать дальше...
د نیمروز ولایت پولیسو نږدې (۳۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو او خرڅوونکو سره یوځای نیولي دي. د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت په کنګ ولسوالۍ کې (۲۵) کیلو ګرامه زېرمه شوي تاریاک ونیول، خو د دې پېښې په تور يې څوک نه دي نیولي. دغه ډول د نیمروز ولایت پولیسو په زرنج ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پنځه خرڅوونکي له څلور کیلو ګرامه نشه يي موادو سره یو ځای نیولي دي.
د کابل پولیسو د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړې او د دې تر څنګ يې د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور څه د پاسه لس کسان هم نیولي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړه او له دې کارخانې څخه يې ۱۵۶ لیټره شراب هم ترلاسه کړل. ښاغلي فردوس زیاته کړه چې پولیسو په څو نورو بېلابېلو عملیاتو کې د کابل ښار له څو ناحیو څخه د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور دیارلس... Читать дальше...
له کابل ښار څخه څه د پاسه دوه سوه معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د سنبلې د میاشتې په ۲۳مه نېټه د کابل ښار له پنځو ناحیو څخه (۲۱۰) معتادین را ټول او د درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته يووړل شول. د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیل څخه بیا تر اوسه پورې دا شپږم ځل دی چې له کابل ښار څخه معتادین را ټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.
د غزني ولایت اوسېدونکي وايي چې سږکال د دې ولایت په څو ولسوالیو کې بنګ کرل شوي او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم خلک د چرسو د کاروبار لپاره دې ولایت ته ورځي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري وايي، افغان دولت په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو څلور لکه او اتلس زره امريکايي ډالر ضبط کړي دي.