World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 21.11.2021

Pa.azadiradio.com 

پولنډي چارواکي: بېلاروس پناه غوښتونکي هڅوي چې پولنډ ته واوړي

د پولنډ چارواکي پر بېلاروس تور پورې کوي چې پناه غوښتونکي هڅوي چې له پولي یې پولنډ ته واوړي. د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاشچاک پرون وویل، تمه لري په پوله کې بد وضعیت پای ته ورسېږي، خو بېلاروس وايي چې د پولي وضعیت کړکېچن دی. د پولنډ دفاع وزیر همدا راز وویل، دې حقیقت ته په کتو چې ستونزه به میاشتې – میاشتې نور هم دوام وکړي، باید ځان چمتو کړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نیول شوې یوه چکۍ ماډله بېرته خوشې شوه

یوه چکۍ ماډله چې په ۲۰۱۹ میلادي کال د مخدرو موادو د قاچاق په جرم په پاکستان کې په ۸ کاله بند محکومه شوې وه، وروسته له دې چې روانه میاشت یې برات ترلاسه کړ، خوشې شوه.  د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه ټویټ کې وویل، په اسلام اباد کې به د چک سفارت له تیریزا هلوسکوفا سره مرسته وکړي. هلوسکوفا د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ کې د لاهور په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې پولیسو یې په بکس کې نژدې ۹ کیلو هیروین وموندل.   دا د متحده عربي اماراتو له لارې ایرلنډ ته روانه وه.  دې ۲۵ کلنې ماډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د کډوالو غیرقانوني وتل؛ په ژمي کې هم دا لړۍ توده روانه ده

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي. که څه هم دا بهیر له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا روان دی چې ډېری لاملونه یې په دغه هېواد کې د ناامنیو، بې کارۍ او کورنیو جګړو شتون دی. مخکې کلونو کې به د قاچاقي کډوالیو لړۍ د ژمي په موسم کې د سړو له امله درېدله، خو سږکال پر ټول افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره خلک ان دې ته چمتو دي چې په ژمي کې هم که په قانوني توګه له هېواده ونه وځي او ناقانونه کډوالۍ غوره کوي. د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نشنل هیرالډ: د افغانستان د جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی

نشنل هیرالډ نشنل هیرالډ ورځپاڼې د افغانستان د جام منار په اړه لیکنه خپره کړې ده.  ورځپاڼې لیکلي، دا منار چې یونسکو په ۲۰۰۲ کې د نړیوالو میراثونو په لېست کې شامل کړی، د نړېدو له خطر سره مخامخ دی.  دا منار په غور ولایت کې د هریرود سیند په غاړه دی او د سیند اوبه یې کال په کال توږي.  نشنل هیرالډ ورځپاڼه وايي، که دغه منار ته توجه ونه شي، ژر به ونړېږي او دا به لوی شرم وي.  د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحی وايي چې یونسکو باید د دغه منار د نړېدو مخه ونیسي.  په تېرو شلو کلونو کې د دغه منار د نړېدو د مخنیوي لپاره ‌ډېرې هڅې شوي. Читать дальше...