World News in Pashto

بلجیم یو روسی وګړی چې د داعش په شک نیول شوی مسکو ته سپارلی

بلجیم یو روسی وګړی چې په داعش ډله کې د شاملېدو په شک نیول شوی، مسکو ته سپارلی دی.


د روسيې د فدرالي امنیت ادارې نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې امام پاشا احمدوف د سې شنبې په ورځ دوی ته سپارل شوی او دا مهال په توقیف کې دی.


د روسي چارواکو په خبره احمدوف په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په داعش ډله کې شامل شوی و او په جګړو کې يې برخه درلوده.


د روسي مقاماتو په خبره شاوخوا دوه زره روسي وګړو په سوریه او عراق کې د داعش ډلې په ملاتړ جګړو کې برخه اخېستې ده.


 

Читайте на сайте