World News in Pashto

یو شمېر دیني عالمان: افغانستان کې جګړه هېڅ ډول شرعي اړخ نه‌لري

یو شمېر دیني عالمانو نن د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې په یوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.


دغو عالمان چې شمېر یې سلګونو ته رسېده په افغانستان کې جګړه ناروا وګڼله او ویې ويل چې دا جګړه هېڅ ډول دیني او شرعي اړخ نه‌لري.


دوی دغه شان په افغانستان کې پر جوماتو او دیني عالمانو حملې هم وغندلې.


دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د کابل په یوه جومات کې دیني عالم سمیع الله ریحان ووژل شو او دغه شان روانه اوونۍ د حج اوقافو وزارت د کار کوونکو په یو موټر د ماین چاودنې له امله لس کسان ټپیان شول.


 

Читайте на сайте