World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 21.06.2022

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ سیالیو جدول اعلان کړ. د دغه لیګ سیالۍ به د راتلونکې جولای میاشتې په اتلسمه په کابل کې پیل او د اګست تر پنځمې دوام وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، چې د سیالیو دغه جدول ښه برابر شوی او ټول مهم ټکي په کې په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې، چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کابل د عقابانو او د مس عینک د ټیمونو ترمنځ وشي.

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې له اروپايي ټولنې سره د غړیتوب په ملاتړ لاریون وشو

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پرون په لسګونو زره کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې په اروپایي ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب ملاتړ وکړ. دغه اعتراضیه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې اروپایي کمېسیون په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب لپاره د دې هېواد کاندیدي وځنډوله. ګرجستان هیله من و چې له مولداویا او اوکراین سره هممهاله به د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي. اروپایي کمېسیون دغه راز ویلي، چې د روان میلادي کال په وروستیو کې به په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پر مسئلې بیا غور وکړي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د خوراکي موادو د کمي بحران اوج ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړلو لپاره کافي خوراکي مواد نه لري، بېساري حد ته رسېدلی دی. د غزني ولایت د یوې اوسېدونکې شفیقې پر غاړه د درېیو اولادونو نفقه پر غاړه ده. د شفیقې په ګډون په افغانستان کې په میلیونونو کسان د خوړلو لپاره کافي خوراکي مواد نه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په۸۲ هېوادونو کې تر۳۴۵ میلیون زیات وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري چې دا په نړۍ کې د کورنا وبا تر خپرېدو او د اوکراین له جګړې مخکې وخت پرتله څه باندې دوه چنده زیاتوالي ښيي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د بریتانیا پنځه وګړي د تفاهم له مخې خوشې شوي

د طالبانو حکومت وایي، د بریتانیا هغه پنځه وګړي یې د بریتانیا له حکومت سره د یوه تفاهم له مخې خوشې کړي چې څو میاشتې ور سره بندیان وو. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبې وویل، دغه برتانوي وګړي د بریتانیا له حکومت سره له پرله پسې غونډو وروسته د یوه تفاهم له مخې تېره ورځ خوشې شول او هغه هېواد ته وسپارل شول. مجاهد په یوه بیان کې چې په خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی، د شوي تفاهم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو دومره یې ویلي چې دغه برتانویان شپږ میاشتې مخکې په دې خاطر نیول شوي وو، چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوسلو فورم کې د افغانستان پر کړکېچ خبرې کېږي

ټاکل شوې، چې د اوسلو فورم نن پرانیستل شي. په دې فورم کې چې دوه ورځې به دوام کوي، په نړۍ کې د روانو کړکېچونو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې کېږي. د دغه دوه ورځني فورم چې بحثونه به یې تر ډېره د کړکېچونو د هواري او د سولې پر موضوعاتو څرخي، مشري به د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکین هویتفیلډت کوي. د ناروې حکومت په یوه بیان کې ویلي، شاوخوا سلو کسانو په دې فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا هغه کسان دي، چې د شخړو په هواري کې یې د منځګړو په توګه رول لوبولی یا لوبوي، د حکومتونو چارواکي، کارپوهان او په جګړو کې د ښکېلو لوریو استازي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: پر طالب مشرانو دې له افغانستانه د وتلو ممنوعیت ولګول شي

ګارډین: برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په دې اړه چې د بشري حقونو ډلو د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه د طالبانو پر مشرانو د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې یو مطلب خپور کړی. د بشري حقونو نړیوالو مدافع ډلو پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د زیاتولو له کبله د طالبانو پر مشرانو د سفر د ممنوعیت غوښتنه کړې. ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره همدا د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ننګونه ده. د مطلب په دوام کې راغلي، چې د طالبانو منتقدان غواړي، پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو له کبله چې حتی له محرم پرته له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایا طالبان د کانونو د ايستنې لپاره ظرفیت او حقوقي مشروعیت لري؟

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان د کانونو د کیندنې بهیر چټک کړی او د پخواني حکومت د شویو قراردادونو د سمونې او تمدید سربېره یې، ۶۰ نور کانونه د کېندنې لپاره په قرارداد ورکړي.   اوسمهال د افغانستان د ۱۸۶ کاني زېرمو کېندنه روانه ده. په دې زېرمو کې لویه برخه کې د ډبرو سکاره، مرمرو ډبرې، شوکاڼي او تالک ډبرې دي، چې د افغانستان په ختیځ، لویدیځ او شمالي سیمو کې کېندل کېږي. د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په ۱۲۶ وړو کاني زېرمو کې کېندنه کېده، خو طالبانو... Читать дальше...