په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو لړۍ د شمال لور ته غځېدلې ده او ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې او سبا دوشنبې د افغانستان په یو شمېر شمالي، مرکزي، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلابونه راشي. په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی. د ورښتونو دا جوپه له وړمې ورځې راهیسې پيل شوې ده. د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د نشراتو رییس مولوي محمد نسیم حقاني تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...