World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 21.02.2023

Pa.azadiradio.com 

د فوټسال غوره ليګ؛ نن د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دوام نن ماذدیګر څلور بجې د ظاهر اسد او صداقت لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دواړه لوبډلې په جدول کې شپږ امتیازه لري. دویمه لوبه د سعادت نیمروزي او پیروزي پنجشېر لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده. د افغانستان له بېلابېلو زونونو څخه لسو ټیمونو په دغه لیګ کې ګډون کړی او هر هغه ټیم چې ښې نمرې واخلي، د لیګ اتلولي ګټلی شي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو ژوند خراب شوی

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی. دوی تېره شپه په بروکسل کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه حذفیږي او مجبوریږي چې کور کې کیني. که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې ښځو ته یې د اسلامي اصولو له‌مخې حقونه ورکړي دي، خو پر دوی د نړیوالو له‌خوا نیوکه کېږي چې د ښځو لومړني حقونه یې نقض کړي دي. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر پولنډ ته رسېدلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین پلازمېنې کیف ته له ناڅاپي سفر وروسته پرون ماښام د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېد. بایډن اوکراین ته د سفر په مهال خپل اوکرایني سیال ته ژمنه ورکړه، تر هغو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي چې اړتیا یې وي. بایډن داسې مهال اوکراین او ګاونډي پولنډ ته یې سفر کړی چې پر اوکراین د روسیې یرغل همدې اوونۍ کې یو کلن کېږي.

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې بيا زلزله شوې

د ترکیې هغه سیمې چې دوه اونۍ مخکې مرګونې زلزلې ځپلې وې، بیګا بیا زوروې زلزلې لړزولي دي. بیګانۍ زلزله چې په ځایي وخت ماخوستن اته بجې وشوه د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور بلل شوې ده. دغې زلزلې د ترکیې انتاکیا سیمه لړزولې او په سوریه، مصر او لبنان کې يې هم ټکانونه حس شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې لږ تر لږه ۳ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. ترکیه او سوریه کې د دوه اونیو مخکې شوې زلزلې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۷ زرو اوښتی دی.

Pa.azadiradio.com 

چين د روسيې او اوکراين ترمنځ د مذاکراتو غوښتنه کړې

د روسیې د متحد هېواد چین د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر په درشل کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو او مذاکراتو غوښتنه کړې. وانګ يي اوس مهال په هنګري کې دی او په پام کې ده چې په روانه اونۍ کې مسکو هم ته ولاړ شي. دې جګپوړي چینايي ډيپلومات چې پرون په بوداپست کې خبرې کولې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت په نړۍ کې د امنیت د ټینګښت په خاطر د سولې او مذاکراتو غوښتنه کوي. د چین د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې د یوې دوامداره او سوله‌يیزې حللارې په چوکاټ کې د اروپا لپاره سوله غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا پرون د ايران يو جګپوړی ډيپلوماټ احضار کړ

د برېتانیا حکومت پرون په لندن کې د ایران جګپوړی ډیپلومات احضار کړ او په دې هېواد کې دېره ایراني خبریالانو ته د ورپېښو جدي ګواښونو له کبله یې هغه ته خپل اعتراض وسپاره. دا په داسې حال کې چې د برېتانیا وزارتونو په دې هېواد کې د ایران د فعالیتونو په اړه یوه تازه امنیتي ارزونه پیل کړې ده. په لندن کې دېره یوې ټلوېزیوني شبکې چې د ایران پر حکومت انتقادونه کوي د شنبې په ورځ وویل چې، د خپلو ژوندیو خپرونو سټوډیوګانې د هغو ګواښونو له کبله چې په برېتانیا کې ورسره مخامخ ده، متحدوایالتونو ته انتقالوي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې د سختې یخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي

په غور ولايت کې د سختې يخنۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي دي. په غور ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس بیګا ازادي راډیو ته وویل، دا دوه ماشومان د مرکز فیروزکوه په لوېدیځ کې د یوه کلي اوسېدونکي وو، چې بل کلي ته د تګ پر مهال په لاره کې یخ وهلي وو او مړي یې پرون سهار د هغوی کلي ته ولېږدول شول. د دې ماشومانو نومونه نه‌دي اخیستل شوي خو ویل کېږي چې، یو یې اووه کلن او بل نهه کلن و. د طالبانو د حکومت د رسمي معلوماتو له‌مخې سږ کال د ژمي د سړو او د واورو د ښوېدو په پېښو کې له سلو زیات کسان مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د ايران او چين ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې، د افغانستان لپاره د ایران او چین ځانګړو استازوپه کابل کې په خپله کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي. د ایران تسنیم خبري اژانس د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ټویټر په حواله خبر ورکړی چې، نوموړي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یو ژیاو یونګ سره په په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه خبرې کړي. ښاغلی قمي په کابل کې د ایران سرپرست سفیر هم دی. ایران او چین د طالبانو له حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف د ماشومانو لپاره د ۲۵۰مليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونېسف په هېرو شویو کړکېچونو کې له زیانګالو ماشومانو سره د مرستې او د قحطۍ د مخنیوي لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو بې‌سارې مرستې غوښتنه کړې. دا مرسته د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو لپاره په پام کې نیول شوې. له دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و، چې په سلو کې ۷۴ افغانان مناسب استوګنځای نه‌لري. اوچا همدا راز ویلي و، چې له دې کورنیو سره د مرستې لپاره دېرش میلیون ډالرو ته اړتیا لري. دې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانانو ۵۶ سلنه کورنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: تر راتلونکې يوې مياشتې به د هرات او ايران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ فعاليت پيل کړي

د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د اورګاډي اداره وايي، د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال له را رسېدو مخکې به د اورګاډي په وسیله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ اړیکې پیل شي. د دې ادارې ویاند سمیع الله دراني بیګا ازادي راډیو ته وویل، د ایران یو پلاوي هرات ولایت ته تر سفر وروسته دوی ته ډاډ ورکړی چې د هرات او خواف ترمنځ د اورګاډي کرښه به ډېر ژر پرانیستل شي. نوموړي وويل: "ایراني پلاوي ژمنه وکړه چې د راتلونکي کال له وري میاشتې مخکې به له دې لارې لومړنی سوداګریز اورګاډی افغانستان ته راشي. کله چې دا اورګاډی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو شورا غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو په اړه بحثونه شوي

د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو شورا خبرې. د فبروري ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا د دې ورځې په درشل کې بیګا په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین پر مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت، په تېره د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان په اړه بحث د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک د غوښتنې په اساس شامل شو. د غونډې په درشل کې د جرمني د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: تورخم کې کومه جګړه نه‌ده شوې

د طالبانو د حکومت چارواکي ټینګار کوي چې د تورخم په دروازه کې نښته نه‌ده شوې خو دوی تاییدوي چې دروازه بنده ده. د تورخم د جګړې ویډیوګانې پرون پاکستاني خبریالانو د سیمه‌يیزو چارواکو له قوله پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې په تورخم کې ستونزې پېښې شوې وې، خو هغه ټینګار وکړ چې هلته جګړه نه‌ده شوې. نوموړي وويل: "په تورخم کې نښته نه‌ده شوې خو یولړ ستونزې وې. هلته له اصولو سرغړونې کېدې. ځینې ناروغان او د هغوی پایوازان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر نښته د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ګڼو ورځپاڼو او رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې او د تورخم لارې د بندېدو په اړه لیکنې خپرې کړي دي. مېل ورځپاڼه: د برېتانیا مېل ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې دا د دوو خواو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د هغو نښتو په دوام کې بللې چې هر څه موده وروسته کېږي. خو ورځپاڼه وايي چې، د دوشنبې د ورځې نښته یوه ورځ وروسته له دې پیل شوه چې د طالبانو حکومت د تورخم لار بنده کړه او پر اسلام اباد یې تور پورې کړ چې پر خپلو ژمنو عمل نه‌کوي. ځینو ورځپاڼو د پاکستاني... Читать дальше...