World News in Pashto
Май
2023

Новости за 21.05.2023

Pa.azadiradio.com 

فرانسوي چارواکي: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو ګواښونه پېښ کړي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل تازه سفر پر مهال په اروپا کې د تروریستي ګواښونو د زیاتېدو په باب خبرداری ورکړ. هغه ویلي چې په ۲۰۲۴م کال کې یې د پاریس د المپیک لوبو تر پیل مخکې لا له واشنګټن څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. جرالډ دارمنین د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو، په افریقا کې د فرانسې د نفوذ کمېدو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بیا ظهور موضوعاتو ته په اشاره ویلي چې په دغسې شرایطو کې د تروریستي تهدیداتو خطر د پام وړ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لا هم ځينو هېوادونو کې لسګونه افغانان بهر ته د تلو په تمه بې‌برخلیکه پراته دي

په لسګونو افغانان چې ټاکل شوې وه، د امریکا متحدو ایالتونو یا هم نورو هېوادونو ته ولېږدول شي، لا هم په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې بې‌برخلیکه پراته دي. که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو دوه کاله په پوره کېدو دي، خو په زرګونو افغانان چې مجبوره شوي له افغانستانه ووځي، لا هم په ځینو هېوادونو کې بې برخلیکه پراته دي. د ځینو دغو افغانانو د لېږد پروسه ډېره ورو روانه ده، یا هم ځینې افغانان چې په قاچاقي لارو څو اروپايي هېوادونو ته ورغلي، د اخراج له خطر سره مخامخ دي. په دغو افغانانو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بورکينا فاسو کې د وسله‌والو د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي

د بورکینا فاسو په لوېدیځ کې د مالي پولې ته څېرمه د افراطي مشکوکو وسله‌والو له‌خوا په حمله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. یوه محلي چارواکي پرون شنبه دا خبره د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده. دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، نامعلومو وسله‌والو دا حمله په کای کلي کې د جمعې ناوخته کړې ده. ځايي اوسېدونکو هم د حملې خبر تایید کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ساينسپوهان: اوسني انسان درې سوه زره کاله مخکې نړۍ ته راغلي

ساینسپوهان وايي، اوسني انسانان درې سوه زره کاله مخکې د افریقا په لویه وچه کې نړۍ ته راغلي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو زړه کوپړۍ د مراکش او د اطلس سمندر ترمنځ په جبل ایرهود سیمه کې کشف شوې ده. دا چې په ایټوپیا او جنوبي افریقا کې د انسانانو زړې کوپړۍ لږې پیدا کېږي، دې مسئلې په دې اړه چې انسان نورې نړۍ ته تر خپرېدو مخکې د افریقا په لویه وچه کې څنګه په جغرافیايي لحاظ پراختیا ومونده د اطلاع ټولونې کارونه سخت کړي دي. ساینسپوهان هیله‌من دي چې پر نوې کشف شوې کوپړۍ څېړنې به ځینو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو د باخموت د سقوط ادعا رد کړه

که څه هم د واګنر په نوم د روسیې د خصوصي پوځي شرکت مشر وايي، ځواکونو یې پرون شنبه د اوکراین پر باخموت ښار ولکه ټینګه کړې، خو د اوکراین دفاع وزارت دا ادعا ردوي. یفګيني پریګوژین ویلي، پر باخموت ښار یې تر جګړې وروسته ولکه ټینګه کړې ده. هغه په یوه ویډیو کې چې پر ټلېګرام یې خپره کړې ویلي، باخموت ښار له پرون غرمې د روسيې تر بشپړ کنټرول لاندې راغلی دی. خو د اوکراین دفاع وزارت مرستیاله هنا ملیار وايي، په باخموت کې لا هم سخته جګړه روانه ده. د باخموت ښار پر سر جګړه د اوکراین او روسیې ترمنځ د روان کړکېچ تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي. Читать дальше...