World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 21.09.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې کابل کې یې د طالبانو د حکومت ۷ غړو ته مرګ ژوبله اړولې. دغې جبهې پر خپله ایکس پاڼه ویلي چې دغه چریکي برید یې پرون ماښام د کابل په بادام باغ سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته کړی چې نتیجه کې یې د دوی په ټکو ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو تراوسه د دغه ادعا شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي. ازادي راډیو هم په خپلواک ډول د خبر پخلی نه شي کولای.

Pa.azadiradio.com 

ګوټېرېش: په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وایي، په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ګوټېرېش پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې د روسیې جګړه دغه راز د سیمې ثبات ګواښي او اټومي خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د دغه سازمان له عمومي اسامبلې سره همهاله جوړه شوې وه. روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی چې لا هم دوام لري او د پای ته رسېدو کوم څرک یې نه ښکاري. بل لورته د اوکراین ولسمشر ولودمیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیرګي شویګو: د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته رسېدلي

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وایي، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته رسېدلي دي. شویګو پرون چهارشنبه تهران ته د سفر پر مهال دا خبره کړې او په وینا یې د دوی اړیکې د لوېدیځ د ډېرو هېوادونو له مخالفت سره سره ښې شوي. د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د شویګو په حواله ویلي، پر روسیې او ایران د لوېدیځ له خوا د بندیزونو فشار بې ګټې دی او زیاته کړې ده چې د مسکو او تهران تعامل نوې کچې ته د رسېدو په حال کې دی. لوېدیځ پر ایران تور پورې کوي چې روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره پوځي تجهیزات په ځانګړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان او ایران په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه وښوده

د تاجکستان او ایران ولسمشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي دي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور او فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده. د ایران د ولسمشر دفتر پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ او افغانستان کې د ثبات په هدف د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو غونډو پر اړتیا ټینګار وکړ. د تاجکستان او ایران ولسمشران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان: په افغانستان کې رښتینې سوله نه ده راغلې

نن د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده، خو یو شمېر افغانان وايي چې تر اوسه په دې هېواد کې رښتینې سوله نه ده راغلې. ملګرو ملتونو دغه ورځ د سولې د ارمانانو د پیاوړتیا، اوربند او تاوتریخوالي ته نه ویلو په موخه اعلان کړې ده. خو دغه سازمان زیاته کړې چې رښتینې سولې ته رسېدل یوازې په ځمکه د وسلو ایښودل نه دي بلکې داسې یوې ټولنې ته اړتیا ده چې ټول غړي یې احساس ولري، وده وکولای شي او په دې کې د داسې چاپېریال رامنځته کول شامل دي چېرې چې خلک د نژادي توپیر پرته له مساوي چلند نه برخمن شي. سره له دې چې طالب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د افغانانو د ملاتړ لپاره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسل او څلویښت میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. اروپایي ټولنه وایي، افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه وکړه چې شپږ میاشتې یې 'د ښځو لپاره د ښځو په وسیله' د یوې تګلارې څارنه او ارزونه وکړه. په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون یوې ویاندې انا پېسونېرو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی ډاډ ترلاسه کړی چې افغان ښځې او نجونې د مرستو د ویش په ټولو اړخونو کې ګډون لري. نوموړې زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات: نوې ډیلي له طالبانو سره د اړیکو برخه کې محتاطانه منځنۍ لاره غوره کړې

د سولې انسټېټیوټ: د امریکا د متحدوایالتونو د سولې انسټېټیوټ په یوه لیکنه کې په افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندي دوه کلن بشري بحران ته کتنه کړې او د پیل په کرښو کې لیکي، افغانان اوږدمهاله ثابتو حل لارو ته اړ دي چې په کار ده بشري مرستې زیاتې، اقتصادي ثبات رامنځته او په پراختیایي برخو کې مرستې بېرته پیل شي. د دې انسټېټیوټ په لیکنه، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، سمدستي د دغه هېواد بشري وضعیت چې له مخکې خراب و، لا پسې خراب شو چې په نتیجه کې یې په میلیونونو کسان خوراکي او نورو مرستو ته اړ شوي دي. Читать дальше...