د يوشمېر سوداګرو له لوري ميدان وردګو کې ځيني توليدي فابريکې فعالې شوي
دغه فابریکې د ځايي سوداګرو لهخوا په ځانګړي ډول د اقتصادي ودې او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه جوړې شوي دي. د یادو فابریکو په فعالېدو سره لسګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې نه یوازې د دې ولایت خلکو ته ګټه رسوي، بلکې د افغانستان په صنعتي وده کې هم مهم رول لوبوي. سوداګر هیله لري چې، د دې فابریکو په جوړېدو سره به د وارداتو کچه ټيټه او د کورنیو تولیداتو ملاتړ زیات شي. لهدې ډلې د قلمونو تولید یوه تازه پرانيستل شوې فابریکه ده، چې د یو میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوې. د دغه... Читать дальше...