World News in Pashto

د مصر پخوانی ولسمشر د قاهرې په لویدیځ کې خاورو ته وسپارل شو

د مصر پخوانی ولسمشر، محمد مُرسي نن د جون په اتلسمه، د قاهرې ښار په لویدیځ کې د نصر سیټي په نوم سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.


د مُرسي د جنازې لمونځ د قاهرې د تورا زندان په جومات کې وشو چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې هم حاضر وو.


د هغه زوی احمد نن پر فېسبوک ولیکل چې د مصر امنیتي ادارو اجازه ورنه کړه چې د مُرسي مړی د هغه په پلرنۍ هدیره کې چې د مصر په شرقیه سیمه کې ده، خاورو ته وسپارل شي.


د بشري حقونو یوې نړیوالې مدافع ادارې، امنسټي انټرنشنل د مصر پر حکومت غږ کړی چې د محمد مُرسي د مړیني د علت په اړه بې پرې او شفافې څېړنې وکړي.


محمد مُرسي ۶۷ کلن او د په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې چې اوس تر بندیز لاندې ده، غړی و.


مُرسي د مصر لومړی ولسمشر و چې په ډموکراټیک ډول ټاکل شوی او قدرت ته رسېدلی و. 


خو هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې، د مصر پوځ له واکه لېرې کړ.

Читайте на сайте