World News in Pashto

ټرمپ مارک ایسپر د امریکا دفاع وزارت ته معرفي کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې دی به مارک ایسپر دفاع وزارت ته معرفي کړي.


ایسپر به د جون په څلرویشتمه د امریکا د دفاع وزارت د سرپرستۍ چارې په غاړه واخلي.


که چېرته د امریکا سنا ایسپر د دفاع وزیر په توګه تأیید کړي، دی به د امریکا دفاع وزیر شي.


په متحدو ایالتونو کې د روان میلادي کال په پیل کې جیمز مټېس له دفاع وزارته استعفا کړې وه او تر اوسه پاټریک شاناهان د دې وزارت د سرپرست په توګه کار کاوه چې هغه هم استعفا وکړه او ویې ویل چې د کورنیو ستونزو له امله دا دنده پرېږدي.


ایسپر د عراق د جګړې تجربه لري.

Читайте на сайте