World News in Pashto

په غزني کې کورنیو محصولاتو ته د پاملرنې په هدف هندواڼې ووېشل شوې

د غزني خلکو د بهرنیو محصولاتو پر ځای کورنیو محصولاتو ته د پام اړونې په موخه پر خلکو هندواڼې ووېشلې.


د غزني ښار ته څېرمه د روضې کلي د سلطان محمود غزنوي زیارت په پارک کې د جمعې په ورځ سلګونه کسان د هندواڼو خوړولو لپاره سره راټول شوي وو.


دغه هندواڼې د دغه کلي د ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو له لوري وېشل کېدې.


د دغه کار هدف له چینايي، پاکستانیو او ایراني مشروباتو څخه افغاني محصولاتو ته د خلکو پام را اړول او په هېواد کې د وطني محصولاتو عامول او د بزګرانو ملاتړ کول و.


که څه هم چې دغه ډول کمپاینونه د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم شوي او دوام لري، خو بیا هم په غزني کې بزګران شکایت کوي چې د دوی په لاس کرل شوې مېوې هیڅ بازار نه لري.


 

Читайте на сайте