World News in Pashto

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي

ایران وايي، د امریکا د ګواښونو په وړاندې به ودرېږي.


دا وروسته له هغې ده چې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټر ولیکل، د امریکا د یوې څارونکې ډرون د نسکورولو په ځواب کې یې پر ایراني اهدافو پلان شوی برید له ترسره کېدو لس دقیقې مخکې لغوه کړ.


ولسمشر ټرمپ وروسته د این بي سي ټلویزون سره په یوه مرکه کې وویل، د دې کار سبب یې په پلان شویو بریدونو کې د زیاتو خلکو د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوی و.


د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې امریکا پر ایراني اهدافو دا برید د خپلې یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو د غچ په توګه کړی وای.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک اړوند د تسنیم خبري اژانس سره په یوه مرکه کې د امریکا د دې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو اقدام وستایه.


موسوي ویلي، ایران به هېڅ کله پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا د تېري اجازه ور نه کړي.


نوموړي زیاته کړې، چمتو دي چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د پېښ هر ډول ګواښ په وړاندې ودرېږي.


د پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د امریکا د یوې څارونکې ډرون الوتکې نسکورولو د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړی دی.


تهران وايي، د امریکايي ډرون یې د ایران په فضا کې ویشتې، خو واشنګټن وايي، الوتکه یې د هرمز تنګي په فضا کې د نړیوالو اوبو له پاسه د الوتنې پر مهال ویشتل شوې ده.

Читайте на сайте