World News in Pashto

اشرف غني د افغان سولې په اړه د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.


ولسمشر غني نن اسلام اباد ته تللی ورسېد.


د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کیږي.


افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې بحث ورسره کړی.


غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.


پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله وسه کوي او د دغه هېواد ثبات د پاکستان لپاره مهم دی.


ولسمشر غني به دوه ورځې په پاکستان کې وي.


د ارګ ماڼۍ د یوه بیان له مخې د سولې د پروسې تر څنګ به سیمه‌ییز اتصال، سوداګري او ترانزیت هم له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني د خبرو موضوع وي.

Читайте на сайте