دایکنډي: د طالبانو په برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ټپیان دي
په دایکنډي کې سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت پر امنیتي پوستو د وسلهوال طالبانو برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګرمن نقیب الله نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "طالب وسلهوالو تېره شپه ۱۲ بجې د ارزګان ولایت سره په پوله پرتې د کجران ولسوالۍ پر څلور امنیتي پوستو او د هلمند او دایکنډي ترمنځ سیمه کې پر دوو پوستو پراخ بریدونه کړي دي."
د ډګرمن نقیب الله په وینا، پهدې بریدونو کې د ملي پولیسو او ولسي ځواک ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا طالبان یو ملکي کس هم په خپل کور کې وژلی دی.
د دایکندي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر همدارنګه ویلي، د طالبانو بریدونه پراخ وو، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې نهدي توانیدلي چې پوستې ونیسي او شاتګ یې کړی دی.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه تبصره نهده کړې، خو د دې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي نن سهار رسنیو ته په یې استولې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د شنبې د ورځې راهېسې یې په ټول افغانستان کې ۵۰ لوی او واړه بریدونه کړي او پهکې یې لسګونو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.