World News in Pashto

ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال سره خپلې اړیکې ښې وبللې

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې له هغه سره خپلې اړیکې ډېر زیات ښه وبلل، خو په عین حال کې یې د طنز په ژبه هغه ته وویل چې د امریکا د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې دې لاس‌وهنه نه‌کوي.


دواړو مشرانو نن د جمعې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او یو نیم ساعت خبرې یې وکړې.


ټرمپ او پوتین په تېر یوه کال کې د لومړي ځل لپاره او په‌داسې حال کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکې د نړیوالو او دوه اړخیزو مسایلو پر سر ترینګلي شوي، خو په‌دې کتنه کې د ټرمپ لهجه ډېره خوشبینانه وه.


پوتین وویل، دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخېز ډیالوګ د دوام لپاره یو ډېر ښه فرصت دی.


هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې مسایل شته چې باید بحث پرې وشي.


سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ټرمپ او پوتین د امریکا او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو، د ایران، سوریې او ونزوئلا د اړوندو مسایلو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو د کنټرول په اړه خبرې وکړې.

Читайте на сайте