World News in Pashto

د پکتیا چارواکي: ګردې څېړۍ کې د حقاني شبکې ۶ وسله‌وال وژل شوي

د پکتیا ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې شپږ وسله‌وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.


د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن د جمعې په ورځ خپور شو وايي، دا عملیات د ګردې څېړۍ په سروخېلو سیمه کې شوي دي.


بیان زیاتوي چې دا عملیات پرون ترسره شول او دولتي ځواکونو ته په‌کې زیان نه دی اوښتی.


په بیان کې راغلي دي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.


 

Читайте на сайте