دوحه: د افغانانو خپلمنځي خبرې د جولايي پر اوومه پیلېږي
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د جولايي پر اوومه او اتمه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه وکړي.