World News in Pashto

سرچینې: امریکا د اوس لپاره د ایران پر بهرنیو چارو وزیر بندیز نه‌لګوي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا پریکړه کړې، څو د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر محمد جواد ظریف د اوس لپاره بندیزو ونه لګوي.


د دې خبري اژانس په وینا، د امریکا دا پریکړه کولی شي، د ایران د کړکېچ په برخه کې د ډیپلوماسۍ لاره پرانېستې پریږدي.


دوه سرچینو چې رویټرز یې نومونه نه‌دي یاد کړي، ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف به د اوس لپاره پر ایران د امریکا په بندیزونو کې شامل نه شي.


دواړو سرچینو په‌دې اړه چې امریکا ولې پر جواد ظریف د بندیزونو له لګولو ډډه کړې ډیر جزئیات نه‌دي ورکړي.


امریکايي چارواکو تر اوسه رسماً په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


تردې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي و، د امریکا له احتمالي بندیزونو سره ستونزه نه‌لري.


د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو کې کړکیچ زیات شوی.


د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په وروستیو کې ایران ته د نورو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

Читайте на сайте