World News in Pashto

غني: د افغانستان د کرکټ لوبډلې تشکیلاتي ستونزې دې وڅېړل شي

ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې باید ژر تر ژره وڅېړل شي او د حل لپاره یې سمدستي اقدام وشي.


ښاغلي غني دا څرګندونې تېرماښام په ارګ کې د هېواد د کرکټ بورډ له غړو سره په کتنه کې وکړې.


جمهوري ریاست په یو بیان کې چې پرون خپور شو د ښاغلي غني له قوله لیکي چې وايي، دا د کرکټ بورډ مسوولیت دی چې ملي لوبډله ښه وځلېږي او نظم او یووالي په‌کې رامنځته شي.


د بیان له مخې ښاغلي غني همدا راز ویلي چې د کرکټ د شل اووریزو لوبو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د بریا لپاره باید له اوسه لازم چمتووالی ونیول شي.


د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو ویلي دي چې د ملي لوبډلې وضعیت د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام په لوبو کې او وروسته له هغه څېړل شوی دی او د ښېګڼې لپاره یې اقدامات شوي دي.


ملي لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې واړه نهه لوبې بایلولې او د دې ماتو له کبله ملي لوبډله او کرکټ بورډ په هېواد کې دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ شول.

Читайте на сайте