World News in Pashto

ترکیې افغانستان ته پوځي مرستې واستولې

ترکیې افغانستان ته د څلورنیم میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې واستولې.


د ترکیې ډیلي سبا ورځپاڼې لیکلي چې دا کار د هغه تړون له مخې شوی چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپتمبر کې لاسلیک شوی وو.


دا مرستې د افغان ملي پوځ پر لوژستیکي عملیاتو لګول کېږي. 


له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې څه باندې ۲۶۰۰ نارینه او ښځينه افغان پولیس د ترکیې د پولیسو په اکاډمۍ کې روزل شوي دي.


که څه هم د جغرافیایي موقعیت له اړخه د افغانستان او ترکیې ترمنځ ۳۰۰۰ کیلومتره واټن دی، خو دواړو هېوادونو د ترکیې جمهوریت د تأسیس د پیل له کلونو راهیسې په خپلو کې نژدې اړیکې ساتلي دي.


ترکیه لومړنی هېواد و چې په ۱۹۲۱میلادي کال کې یې په کابل خپل ډیپلوماټیک ماموریت پیل کړ او دواړه هېوادونه چې اکثریت مسلمانان په‌کې مېشت دی په خپلو کې ژورې کلتوري اړیکې لري.


 


 

Читайте на сайте