World News in Pashto

ولسمشر غني د عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل

ولسمشر محمد اشرف غني د حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل.


په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې وویل، زموږ ژمنه دا ده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسؤلینو له لوري پر وخت رسيده ګي کېږي.




عبدالغفار احمدزی چې تېره ورځ په کابل کې د مقناطیسي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، د ولسمشر غني د کور د ساتونکو مشر او پخوانی جهادي قوماندان و.


 

Читайте на сайте